د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د پولنډ د پلاوي مشر کونراد نيدزيويدزکي په دې وروستيو ورځو کې ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاړو د استوګنځايونو چاپيريال ډېر ښه دی او هر لوبغاړي ته د اوسېد مناسب ځای برابر شوی دی. په پخوانيو اولمپيک لوبو کې د لوبغاړو لپاره د اوسېدو دومره ښه شرايط نه وو برابر شوي.
نوموړي له رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې هغه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د استوګنځايونو په اړه ډېرې ښې خاطرې لري.
پولنډ د بېجينګ اولمپيک ژمنیو لوبو ته ۵۷ لوبغاړي لېږلي او د دې هېواد ولسمشر اندرزيج دودا به د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.