چين ميډيا ګروپ د دوبۍ نړيوال نندارتون په چيني نندارځي کې د پسرلني اختر او د اولمپيک ژمنيو لوبو ويډيوګانې ننداره کړې
CMG2022/01/31 14:40:59
شريکول:

چين مډيا ګروپ د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د دغه اختر او د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه جوړې کړې ويډيوګانې د دوبۍ نړيوال نندارتون په چيني نندارځي کې نړيوالو سيلانيانو ته ننداره کړې.

دوبۍ نړيوال نندارتون په منځني ختيځ کې لومړی نړيوال نندارتون دی او تر اوسه پورې تر ۱۱ ميليونو زياتو سيلانيانو او تر ۷۲ ميليونو او ۵۰۰ زرو انټرنيټ کاروونکو په انلاين ډول له نوموړي نندارتون څخه ليدنې کړي دي. چيني نندارځی په دوبۍ نړيوال نندارتون کې له لويو نندارځيو څخه دی او نژدې يو ميليونو کتوونکو له دغه نندارځي څخه سيل کړی.