سي اېم جي نړيوالو کتوونکو ته د پسرلني جشن د لمانځنې هنري ننداره وړاندې کړې
CMG2022/01/31 22:14:36
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۳۱مه نېټه د ( چو شي) له ورځې سره برابره ده، چې مانا يې د چين د دوديز کرنيز کال وروستنۍ ورځ ده.

د چين ميډيا ګروپ په همدې شپه د ۲۰۲۲م کال د پسرلني جشن د لمانځنې لپاره نړيوالو ته ماښامي هنري ننداره وړاندې کړه. په دغه ننداره کې ښايسته سندرې او نڅاوې، په زړه پورې لنډې ژوندۍ کوميډې او شعبده بازۍ او د راتلونکې په لور علمي او تخنيکي نندارې د نړيوالو نندارچيانو ته وښودلې او له دې لارې يې له نړيوالو سره يو ځای د پړانګ کال هر کلی ووايه.

سږنۍ د څلوېښتمې دورې ننداره وه. په دغه ننداره کې په لومړي ځل د LED،XR اوAR په شمول عالي او عصري علمي تخنيکونه کارول شوي دي. د شمېرنې له مخې، د ۱۷۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۶۰۰ رسنيو په ژوندۍ بڼه دغه ننداره خپره کړې او اړوند خبرونه يې خپاره کړي دي.

د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د ماښامۍ هنري نندارې ښايسته پروګرامونه