د فرانسې او ايران ولسمشرانو د ايران اټومي‌ مسئلې په اړه تليفوني‌ خبرې کړې
CMG2022/01/31 13:09:03
شريکول:

د فرانسې ولسمشرۍ دفتر د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دې هېواد ولسمشر ايمانويل مکرون د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره په تليفوني‌ خبرو کې د ايران د اټومي مسئلې او په ويانا کې د اټومي مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

مکرون ويلي، چې د ايران اټومي‌ مسئله بايد د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي. ټولې اړوندې خواوې بايد د تړون د تطبيق لپاره سمې ژمنې وکړي او فرانسه او نور هېوادونه د همدې په پار هڅې کوي.

نوموړي‌ ويلي،‌ چې د ويانا مذاکرات بايد چټک او ژر پرمختګ پکې رامنځته شي او په خپلو خبرو کې يې هيله ښودلې،‌ چې ايران هم رغنده رويه وښيي او خپل مسئوليت پوره ادا کړي.

فرانسوي رسنيو د ايران د یوې اعلاميې په حواله ويلي، چې په يادو خبرو اترو کې ابراهيم رئيسي هم دا هيله ښودلې، چې د ايران اټومي‌ تړون رامنځته او اړوندې خواوې پر دغه هېواد د لګېدلو بنديزونو د لېري کولو په برخه کې هڅې وکړي.