د نړۍ د ډېرو هېوادونو ګوندونو، سياستوالو او مشهورو شخصيتونو په دې وروستيو ورځو کې د چين کمونېست ګوند، حکومت او چيني ملت ته د چين د پسرلني اختر په پار مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړې او د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړی. دوی باور ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د نړيوالې ټولنې د يووالي او دوستۍ د لا ټينګېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د روسيې عدالت ګوند د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو څخه د ملاتړ په پار يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې چينايان په ډېره مسئولانه رويه د دې ژمنيو لوبو لپاره چمتواليی نيولی دی. دغه ګوند باور ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به نړيوالو ته خوږې خاطرې وروښيي.
د هند د کمونېست ګوند د ملي کميټې غړي ماخساري ويلي، چې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د دغو سترو لوبو له تر سره کېدو څخه دا څرګندېږي، چې نړۍ به د کرونا وبا ضد روانه مبارزه کې بريالۍ شي.
د پاکستان د انصاف تحريک ګوند ځوان سياستوال کاسي وويل، چې بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وګرځي، چې تر دوبنيو لوبو وروسته د اولمپيک ژمنۍ لوبې هم پکې تر سره شي.
د قزاقستان، فليپين، لاوس، کينيا، نيپال، يمن، پيرو او صربيا سیاسي ګوندونو هم د چين د پسرلني اختر او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه نيکې هيلې څرګندې کړې دي.