د چين د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې په بهر کې د ميشتو چينايانو د بېلابېلو ټولنو مسئولينو د چين ميډيا ګروپ له لارې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د بريالي تر سره کېدو هيلې ښودلې دي.
په امريکا، کاناډا، چيلي، استراليا، نوي زيلاند، بريتانيا،هسپانيا، روسيه او جاپان کې د ميشتو چينايانو د بېلابېلو ټولنو مسئولينو د چين د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې چيني ملت ته خپلې نيکې هيلې او مبارکۍ څرګندې کړې دي. بهر ميشتو چينایانو د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په پار هم خپلې نيکې هيلې ښودلې دي. دوی په بېلابېلو پيغامونو کې ويلي، چې په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو د يو ځل بيا تر سره کېدو په اړه ډېر وياړي او هيله يې ښودلې، چې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي په دې ژمنيو لوبو کې ميډالونه تر لاسه کړي او د همدغو لوبو له لارې د بېلابېلو هېوادونو او سيمو د خلکو ترمنځ د تبادلې پل جوړ کړي.