د تايوان سيمې تش په نوم مرستيال ولسمشر لای ده چينګ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د امريکا له سن فرانسيسکو ښار څخه د تېرېدو پر مهال په انلاين ډول د دغه هېواد د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره کتنه کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين د امريکا او تايوان ترمنځ له هر ډول رسمي تماس سره ټينګ مخالفت کوي او د يادې پېښې په اړه يې امريکا ته خپل جدي احتجاج وړاندې کړی دی. نوموړي له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا درې ګډې اعلاميې مراعات کړي، د تايوان له ادارې سره رسمي تګ راتګ بند کړي، له چين څخه د تايوان جلا غوښتوونکو ته دې هيڅ غلط پيغام نه ورکوي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د تاوجنولو او د تايوان تنګي د ثبات د زيانولو کړنې دې بندې کړي.
(ياسمين)