په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د جنورۍ په ۳۰مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د چين په بشري مرستو بار یو اورګاډی له شینجيانګ څخه د افغانستان په لور خوځيدلی دی.
د چين په دغې مرستندويه جوپه کې ۵۰۰ ټنه غنم، بوره، غوړي او له کچالانو د ډول ډول توليداتو جوړولو الې شاملې دي.
نوموړي ويلي، چې د چين په مرستندويو توکو بار يو بل اورګاډی به هم د راتلونکې مياشت په پيل کې د افغانستان په لور وخوځيږي او چين به تر وسې پورې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.