امنيت شورا د اوکراين پر اوضاع بحث وکړ
CMG2022/02/01 11:56:57
شريکول:

     د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا په غوښتنې د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د اوکراين د اوضاع په اړه يوه ناسته جوړه کړه. امريکا او روسيې په دغه ناسته کې يو بل ته توند ځوابونه ورکړي دي. د امنيت شورا څو غړيو څرګنده کړې، چې دغه ناسته د امنيت شورا د يووالي د ساتنې لپاره ګټوره نه وه. 

   د معلوماتو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي واسيلي نيبينزيا په دغه غونډه کې دې ته اشاره کړې، چې امريکا په بې دليله توګه پر اوکراين د روسيې د تش په نامه تيري په پلمه د دغې ناستې د تر سره کولو غوښتنه کړې ده. مخکې تر دې، روسيې څو څو ځله د امريکې تور رد کړی دی. نوموړي ويلي، چې امريکا مېګافون ډيپلوماسي پلې کوي او دا د امنيت شورا د يووالي د ساتلو لپاره ګټوره نه ده.

وروسته تردې، روسيې او چين په رايګرۍ کې منفي رايې ورکړې دي. 

په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازې لينډا توماس ګرينفيلډ په خپله وينا کې ويلي، چې اوکراين د روسيې له ډېر سخت ګواښ سره مخامخ دی. نوموړې پر روسيې نيوکه کړې، چې عملونه يې د ملګرو ملتونو منشور له اصولو سره په ټکر کې دي اوڅرګندې سرغړونې کوي. د روسيې تيري کوونکې کړه وړه نه يوازې اوکراين ته ګواښ جوړوي، بلکې ټولې اروپا ته او حتی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې نړيوال نظام ته هم زيانونه رسوي. 

د روسيې استازي واسيلي نيبينزيا يې په ځواب کې ويلي، چې د امنيت شورا دغه ناسته بې ځايه او د څرګندې موخې لپاره جوړه شوېده. روسيې څو څو ځلې ويلي، چې پر روسيې د امريکا تورونه بې بنسټه او بې ځايه دي.(غوټۍ)