کابو ۴ ميليارډو او ۹۳۲ ميليونو انټرنيټ کاروونکو د ۲۰۲۲م کال د پسرلني جشن له ماښامي هنري نندارې څخه خوند واخيست
CMG2022/02/01 11:51:15
شريکول:


د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د جنورۍ د ۳۱مې نېټې د ماښام په اتو بجو، د دې ګروپ د ۲۰۲۲م کال د پسرلني جشن ماښامي هنري ننداره په ټاکلي وخت پيل شوه. 

د دغې هنري نندارې په ډول ډول نويو او په زړه پورې پروګرامونو کې ټولو نندارچيانو ته هنري ډالۍ وړاندې کړې او د چيني او بهرنيو نندارچيانو او کاروونکو ستاينې يې تر لاسه کړې دي، چې له دغې نندارې څخه د پړانګ کال د پسرلني جشن د خوښۍ او خوشحالۍ فضا څرګندېږي.

د ابتدائي شمېرنې له مخې، د جنورۍ د ۳۱مې نېټې د شپې تر دوولسو بجو پورې، د تلويزيون په ژوندۍ بڼه د دغې نندارې د کتلو انډول په سلو کې يوويشت اعشاريه درې نوي ته رسېدلی او په ټوله نړۍ کې کابو ۴ ميليارډو او ۹۳۲ ميليونو انټرنيټ کاروونکو په انلاين ډول دغه هنري ننداره وکتله او خوند يې ترې واخيست. دغه راز، سږنۍ هنري ننداره د لومړي ځل لپاره د موبايلفون په اوږدو نيولو بڼه کاروونکو ته ننداره شوه، چې د دغو کاروونکو د نيمايي برخې عمرونه تر دېرش کلنۍ کم ښودل شوي دي. د موبايلفون کاروونکو د دغې نندارې لپاره څه باندې ۳۶۰ ميليونه لايکونه کليک کړي دي. بر سېره پردې، د امريکا، کاناډا، فرانسې، ايټاليا، روسيې، جاپان، برازيل، استراليا، هند، عربي متحده امارات، سينګاپور او جنوبي افريقا په شمول د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو لږ تر لږه ۶۰۰ رسنيو په ژوندۍ بڼه دغه ننداره خپره کړې او اړوند خبرونه يې خپاره کړې دي.

د سي اېن ټي وي او سي جي ټي اېن د انلاين چينلونو له لارې د بهرنيو نندارچيانو شمېر له ۳۵ ميليونو او ۲۴۰ زرو تنو څخه اوښتی و، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۱۶ ميليونه او ۵۸۰ زره تنه زياتوالی ښيي. (غوټۍ)