د ايران خارجه وزارت: ایران د ذوري خبرو اترو په اړه د امريکا ځواب ته په تمه دی
CMG2022/02/01 12:15:54
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د جنورۍ په ۳۱مه نېټه ويلي، چې ايران د خپل هېواد د ذوري مسئلې د هراړخيز تړون په اړوندو خبرو اترو کې امريکا ته کتبي وړانديز کړی او ځواب ته يې په تمه دی. 

   نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې ويلي، چې د ايران د اټومي مسئلې په هغو خبرو اترو کې ځېني پرمختګونه شوي، چې د اطريش په پلازمينه ويانا کې روانې دي، خو پر ايران د بنديزونو د لغوه کولو په شمول ځېنې مسئلې نه دي حل شوي او دا د لويديځو هېوادونو په پريکړې پورې تړاو لري. نوموړي وړانديز کړی، چې امريکا دې د ايران معقولو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او له ايران څخه د دې خپلې غوښتنې د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په چوکاټ کې وکړي.