د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په ۳۱مه نېټه يو ځل بيا د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په ټليفونې خبرو کې د روسيې د امنيت تامينولو او د اوکراين د حالاتو په شمول د ځينو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړې.
د روسيې د ولسمشرۍ وماڼۍ ويبپاڼې خبر ورکړی، چې پوتين په خپل خبرو کې د اوکراين د حالاتو، روسيې ته د لويديځو هېوادونو لخوا د داسې امنيت د قانوني ضمانت په شمول د ځينو مسئلو په هکله خپل دريځونه بيان کړی او دواړو خواوو موافقه کړې، چې ټليفونې اړيکې وساتي او د مخامخ کتنې لپاره زمېنه برابره کړي.