د بريتانيا د کابينې دفتر: د حکومت چارې کمزورې دي
CMG2022/02/01 14:28:45
شريکول:

د بريتانيا د کابينې دفتر د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د کرونا وبا په موده کې په صدراعظمۍ ماڼې کې د تر سره شويو غونډو د څيړنې لومړۍ پايله خپره کړه. رلپور وايي، چې د بوريس جانسون حکومت د کرونا وبا د قرنطين په موده کې څو ځلې غونډې تر سره کړي او چې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول له اصولو څخه يې سختې سرغړونې کړي او د  حکومت د مشرۍ توان يې ضعيف بللی دی.

د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسون په همدې ورځ د پارلمان په استازو جرګې کې د دغو غونډو تر سره کولو په هکله بخښنه وغوښته او د څيړنېز راپور معلومات يې منلي او ژمنه يې کړې ، چې اړوند ګټورو تنظيموونکي کارونه به تر سره کړي. هغه پارلمان کې د مخالف ګوند د غړو د نيوکې او غندنې په ځواب کې ويلي، چې د دغې پيښې له امله به له خپلې دندې څخه استعفا ونه کړي.