د بېجينګ د اولمپيک لوبو په مقدماتي چارو کې د شي جين پينګ لارښوونه
CMG2022/02/01 15:24:36
شريکول:

بېجينګ او جانګ جياکو د ۲۰۱۵م کال د جولای په ۳۱مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق تر لاسه کړ.

 چين دغه لوبې د تاريخ په څېر مهم او لوی فعاليت بولي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د دولت رئيس شي جين پينګ په خاصې پاملرنې او لارښوونې د لوبو د مقدماتي چارو د ښه تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

(( چينايان به هرومرو په بېجينګ کې نړيوالو ته د اولمپيک ښايسته، غښتلې او پياوړې ژمنۍ لوبې وړاندې کړي! ))

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵م کال په جولای کې د ماليزيا په پلازمينې کوالالمپور کې د بېجينګ له خوا د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب د غوښتلو غونډې ته په خپلې ويډيويي وينا کې لوړ او ټينګ غږ پورته کړ.

د ژمنې په اړه په چين کې يو متل دی وايي، چې يو وګړي بايد د اعتماد وړ خبرې وکړي او خپلې ژمنې بايد پلې کړي. چين هم ژمنه کړې، چې نړۍ ته به د اولمپيک په زړه پورې لوبې وړاندې کړي، نو د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو تر سره کول د چين لپاره ډېره مهمه دنده ده او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې دندې سيستماتيکه لارښوونه کړې ده. نوموړي د زرغون، شريک، پرانيستنې او سپېڅلۍ په بڼه د دغو لوبو د کوربتوب مفکوره وړاندې کړې او (( د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي چارو ښه تر سره کول )) يې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور او د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان د طرحې په وړانديزونو کې شامل کړي او تر ۲۰۳۵م کال پورې د سوسياليسزم د عصري کېدو د لرليد په طرحې کې يې دا موخه هم ور زياته کړې، چې چين به د سپورټ په برخه کې يو ځواکمن هېواد وګرځي.

د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو په مقدماتي چارو کې د لوبغاليو او بنسټيزو تاسيساتو ابادي لومړنۍ او اصلي کار بلل کيږي. په بېجينګ، يان چينګ او جانګ جيا کو کې به عموماً ۲۵ لوبغالي وکارول شي.  شي جين پينګ څو څو ځلې د نويو لوبغالو د جوړونې او د پخوانيو لوبغاليو د ترميمولو او بيارغونې په اړه د چين د ځانګړتيا او د لوړې ټکنالوژۍ پر ښکاره کولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د چين لوبغالي دې خپلې ځانګړتياوې ولري، دواملرونکی استعمال دې يې په پام کې ونيول شي، ټکنالوژي، ځيرکي، زرغون چاپېريال او سپما دې په نظر کې ونيول شي او د لوبغالو په ابادۍ کې دې پياوړي ټکنالوژيکي وسايل وکارول شي .

د اولمپيک سياليو لپاره د بېجينګ د ژمنيو لوبو د ټولو لوبغاليو جوړونه او شرايط د ۲۰۲۱م کال  تر پايه پورې بشپړ شوي، د سياليو په دريو عمده ناحيو کې د لوبغاړو کلي او مطبوعاتي مرکزونه پرانيستل شوي او د بېجينګ – جانګ جيا کو او بېجينګ - جونګ لي ترمنځ د ګړنديو رېل پټليو په شمول اړوند بنسټيز تاسيسات هم له ټاکلي وخت مخکې جوړ شوي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي. د چين دغه لاسته راوړنې د شي جين پينګ د لارښوونې او هڅونې نتيجه ده.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د انتظامي کمېټې د درالانشا مشر ګو هوای ګانګ په دې اړه ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغو لوبو د کوربتوب حق له غوښتلو څخه تر مقدماتي چارو پورې د ټول بهير په هره مهمه شېبه کې څرګندې لارښوونې او غوښتنې وړاندې کړې دي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو انتظامي کمېټې هم  مقدماتي چارې په منظم او سالم ډول تر سره کړې دي.

شي جين پينګ له ۲۰۱۵م کال څخه راپدېخوا پنځه ځله د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له لوبغالو څخه ليدنې کړي او د مقدماتي چارو معلومات يې تر لاسه کړي دي.

بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو په ترڅ کې دا موخه هم وړاندې کړې، چې ۳۰۰ ميليونه چينايان به د يخ او واورو لوبې تر سره کړي. دا موخه نړيوالې ټولنې ته د چين جدي ژمنه او هم د چين د ژمنيو لوبو د پرمختګ په اړه د شي جين پينګ طرحه ده. د چين له دې ژمنې څخه اته کاله تېر شوي او اوس يې ژمنيو لوبو کې ډېر پرمختګ کړی دی. په چين کې تر اوسه پورې د سکي وهلو ۸۰۳ لوبغالي او د يخمالک ۶۵۴ معياري ميدانونه جوړ شوي، چې د سکي وهلو سټوډيومونو شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی او په ژمنيو لوبو کې د برخه لرونکو چينايانو شمېر ۳۴۶ ميليونو ته رسيدلی دی.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ  د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته تللی دی او د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره په ليدنه کې يې د دې په مناسبت نوموړي ته مبارکي وړاندې کړې، چې په چين کې له ټاکلې ونډې څخه زياتو وګړو ژمنۍ لوبې تر سره کړي او چين اوس د يخ او واورو په لوبو کې پياوړی هېواد ګرځېدلی دی. نوموړي زياته کړې، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د ګردې نړۍ د ژمنيو لوبو نوې زمانه پيل کړي.

نړۍ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په درشل کې چين ته سترګې په لار ده او چين ورته پوره چمتوالی نيولی دی.

يو ځای د ګډ راتلونکي په لور!