د جرمني چارواکی: چين په تېرو شپږو کلونو کې د جرمني تر ټولو مهم تجارتي ملګری پاتې شوی
CMG2022/02/01 15:47:57
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني د احصائيې فدرالي ادارې د جنورۍ په ۳۱مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې، د ۲۰۲۱م کال په لومړنيو يوولسو مياشتو کې د چين او جرمني ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت د ۲۰۲۰م کال له کلني رقم څخه اوښتی دی او چين په تېرو شپږو کلونو کې د جرمني تر ټولو مهم تجارتي ملګری پاتې شوی دی. 

د جرمني د احصائيې فدرالي ادارې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اولمپيک د ۲۱مې دورې ژمنۍ لوبې به ژر په بېجينګ کې پيل شي او په دې سره به د جرمني د مهم تجارتي ملګري په توګه د چين اغېزې نورې هم لوړې شي.

د جرمني د سوداګرۍ او پانګونې فدرالي ادارې عمومي منيجر جورګن فريډريچ د سينهوا اژانس له خبريال سره مرکې کې ويلي، امکان شته چې په تېرو شپږو کلونو کې د جرمني د تر ټولو مهم تجارتي ملګري په توګه د چين مقام وساتل شي او په ۲۰۲۱م کال کې د دواړو هېوادونونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت نوی ريکارډ جوړ کړی دی. نوموړی چين د نړۍ پرمختيايي بازار او د کرونا وبا او اقليمي بدلون ضد مبارزې کې مهم ملګری بللی دی.