د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ چيني ملت ته د پسرلني اختر په مناسبت مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې
CMG2022/02/01 11:11:30
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ د چين د کرنيزې جنترۍ د پړانګ کال د رارسيدو په درشل کې د پسرلني اختر په مناسبت د چين خلکو ته مبارکي ويلې او نيکې هيلې يې ورته وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې د اولمپيک ژمنۍ لوبې به د پسرلني اختر په موده کې پيل شي.

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، سږ د پړانګ کال دی.

هغه له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې پړانګ د زړورتيا، ځواک او برياليتوب سمبول بللی دی او هيله يې څرګنده کړې، چې چينايان د پړانګ په څېر غښتلي او زړور واوسي او ښه ژوند ولري.

نوموړي زياته کړې، چې دا د هغه لومړی ځل دی، چې په بېجينګ کې پسرلنی اختر لمانځي او ډېره خوښي يې ښودلې ده. هغه زياته کړې، چې دا يو ډېر ښه او ښکلی وخت دی، چې د پړانګ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو په پيلېدو سره شروع کيږي.

 

ښاغلي توماس باخ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه بېجينګ ته تللی او تر هغه وروسته يې په يو لړ فعاليتونو کې ګډون کړی دی. نوموړي ويلي، چې د جانګ جيا کوو د ژمني المپيک سياليو ډګرونو هغه ته ژوره خاطره وربښلې او هلته يې د اولمپیک د ژمنيو لوبو د لوبغاړو له کلي ليدنه کړې او د تأسيساتو په اړه يې د چارواکو او لوبغاړو ډېرې ګټورې خبرې اورېدلې دي.

(غاټول)