بایډن او هاریس د چين د پړانګ کال د لمانځلو لپاره پر خپلو ټويټرپاڼو د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي
CMG2022/02/02 10:55:59
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن پر ځايي وخت د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پر خپلې ټویټرپاڼې د چين د پړانګ کال د لمانځنې په پار لیکلي: "پرون، جيل او ما د سپینې ماڼۍ له کارکونکو سره د چین نوی کال ولمانځه. موږ هغوی ته، چې دا نوی کال يې لمانځلی، تودې مبارکۍ وایو ــ تاسو ته د خوندي، سوکاله او سالم نوي کال هیله کوو."

په عین وخت کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هاریس هم د چین د پړانګ کال په اړه خپلې هيلې څرګندې کړي او پر خپلې ټوېټرپاڼې يې ليکلي: "د ټولې نړۍ د خلکو لپاره، د چین د نوي کال د لمانځلو وخت دی. نن موږ په ځواک، اعتماد او زړورتیا د پړانګ کال پېلوو. راځئ! چې د امید ډېوه بله کړو"