پوتین: د امریکا او ناټو غبرګونونو کې د روسیې مهمې اندېښنې له پامه غورځول شوي
CMG2022/02/02 16:01:52
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په لومړۍ نېټه وويل، چې د روسيې د امنيت د وړانديزونو په اړه د امريکا او ناټو غبرګونونو کې د روسيې مهمې او اصولي اندېښنې له پامه غورځول شوې دي.

روسي رسنیو راپورونه ورکړي، چې پوتین په همدې ورځ په مسکو کې د هنګري له صدراعظم اوربان سره له کتنې وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې روسیه درې مهمې غوښتنې لري، یعنې په سيمه کې د ناټو د پراخېدو درېدل، د روسیې پولې ته څېرمه د وسلو نه ځای پر ځای کول او په اروپا کې د ناټو د نظامي زیربناوو د بیارغونې هغو چارو ته، چې روسیې او ناټو په ۱۹۹۷م کال کې د بنسټیزو اړیکو سند کې لاسلیک کړي، بايد بیا کتنه وشي. خو امريکا او ناټو د روسيې دا غوښتنې په لیکلو ځوابونو کې هيڅ په پام کې نه دي نیولي.