روغتيا نړيوال سازمان: لا هم وختي دی، چې ووايو، نړۍ د کرونا وبا پروړاندې بریالۍ شوې
CMG2022/02/02 11:01:17
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د کرونا وبا په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.

د دې سازمان عمومي مدير تیدروس ادهانوم ګیبریسوس ويلي، چې د کرونا اوميکرون بڼه ۱۰ اوونۍ کيږي، چې رامنځته شوې او تر اوسه پورې په ټولې نړۍ کې کابو ۹۰ ميليونه خلک پر دغې بڼې اخته شوي، چې دا شمېر په ۲۰۲۰م کال  کې له ټولو راپور شويو پېښو څخه ډېر دی.

د نړۍ په زياتو ځایونو کې پر کرونا د اخته کسانو د مړینې په شمیر کې زیاتوالی راغلی او دا د اندیښنې وړ خبره ده.


تيدروس هغه اوازې هم رد کړې، چې په اوميکرون د پېښو د شدت کمیدو او د واکسین پروسې د پرمختګ له امله، په ځینو هېوادونو کې "د انفیکشن څخه مخنیوي ته اړتیا نشته". نوموړي په ټينګار ويلي، چې لا هم وختی دی، چې ووایو نړۍ د کرونا وبا پر وړاندې بريالۍ شوې ده.