قطر له دوه مياشتني ځنډ وروسته له افغانستان څخه د خلکو د اېستلو بهیر پيلوي
CMG2022/02/02 14:57:38
شريکول:

  د قطر مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني د فبرورۍ په لومړۍ نېټه ويلي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې له سلامشورې او موافقې وروسته د کابل هوايي ډګر څخه په چارټر الوتکو کې د خلکو د ايستلو بهير بیا پيليږي.

 دغه پروازونه به د قطر هوايي شرکت لخوا ترسره کېږي او په اونۍ کې به دوه چارټر الوتنې کوي.

د امريکا او د نورو لويديځو هېوادونو اتباع او هغه افغانان، چې په افغانستان کې يې د لويديځو هېوادونو له ځواکونو او نورو ادارو کې کار کړی، په يادو پروازونو کې به له افغانستان څخه ووځي.