د امریکې او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین د وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړي
CMG2022/02/02 10:54:49
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د فبرورۍ په لومړۍ نېټه له خپل روسي سیال سيرګي لاوروف سره د اوکراين د وضعيت او ځينو نورو مسئلو په اړه خبرې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د امريکې بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن له خپل روسي سیال سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې امريکا غواړي له روسيې سره د دوه اړخيزو او څو اړخيزو خبرو اترو له لارې د دواړو هيوادونو د امنيتي اندېښنو په اړه د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي.

بلينکن د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د امريکا ملاتړ بیا تکرار کړی او له روسیې یې غوښتي، چې له اوکراین سره پر پوله رامنځته شوی کړکیچ سمدلاسه کم کړي، له پولې څخه دې ځواکونه او تجهیزات وباسي او له ډیپلوماټیکو لارو دې د اوسني بحران د حل لپاره کوښښونه وکړي.