د چين د پړانګ کال د پسرلني اختر په مناسبت يو شمېر بهرنيو شخصيتونو او د نړيوالو سازمانونو مشرانو په بېلا بېلو لارو چيني ملت او په بهر کې مېشتو چينايانو ته د نوي کال مبارکي ويلې ده.
دوی هيله ښودلې، چې د چين د نوي کال په درشل کې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب تر سره شي او له چين سره د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریس په يوې ويډيويي وينا کې چينايانو ته د زړه له کومې د نوي کال مبارکي ويلې او د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب هيله يې ښودلې ده. هغه له چين او چينایانو څخه مننه کړې، چې د څواړخيزم او ملګرو ملتونو ملاتړ يې کړی دی.
ګوتریس دا هم ویلي، چې هغه به د بیجینګ اولمپیک ژمنيو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
د چک ولسمشر زيمان، د جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا او د فليپين ولسمشر ډوتريټ په ګډون د نړۍ د يو شمېر هېوادونو مشرانو په بېلا بېلو لارو چينايانو ته د نوي کال مبارکي ويلې ده.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مدير ايويرا، د بريتانيا صدراعظم جانسون، د بريتانيا وليعهد چارلس، د فرانسې ولسمشر ماکرون او د سينګاپور ولسمشرې حليمې هم چيني ملت او په بهر کې مېشتو چينايانو ته د پسرلني جشن د نمانځلو په مناسبت مبارکي ويلې او د پړانګ په کال کې يې د ټولو خلکو د خوښۍ، روغتيا او برياليتوب هيله ښودلې ده.