د مسلکي خپرونې د معلوماتو له مخې، په چين کې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې د شپې تر ۹ بجو او ۲۸ دقیقو پورې د سینماوو د فلمي ټکټونو د خرڅلاو ارزښت له ۱.۵ مليارډو يوانو څخه اوښتی او دغه شمېر د چين د فلمي ټکټونو د يو ورځني خرڅلاو په تاريخ کې دوهم ځای نیولی دی.
د چين اته فلمونه په همدې ورځ نندارې ته وړاندې شوي، چې له دې جملې څخه پنځو یې په يوه ورځ کې له سلو میلیونو يوانو څخه زیاتې پیسې ګټلې دي.
د "چنګ جين جهيل شوی من پل" په نوم فلم د ٦٦٥ ميليونو يوانو په ارزښت ټکټونه پلورلي، چې د چين په سترې برخې کې د جنګي فلم په توګه يې د فلم د نندارې په لومړۍ ورځ تر ټولو زيات ټکټونه پلورلي دي.