د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کميټې مطبوعاتي غونډه تر سره کړه
CMG2022/02/02 11:03:55
شريکول:

د فبرورۍ لومړۍ نېټه د چين د کرهنيزې جنترۍ د نوي کال لومړۍ ورځ وه.

 د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کميټې په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او چيني او بهرنيو رسنيو ته يې د چين د پسرلني اختر، اولمپيک ژمنيو لوبو او د چین کولتور په اړه معلومات ورکړل.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کميټې وياند جاو وې دونګ وويل، چې چين خپلې ژمنې پوره کړي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ارزښتناکه ډالۍ يې له خپلو درنو مېلمنو سره شريکه کړې ده. نړۍ چين ته سترګې په لار ده او چين هم پوره چمتوالی لري.

نوموړي وويل، چې د اولمپيک ژمنۍ لوبې يوازې سپورټي غونډه نه، بلکې  کلتوري مېله هم ده، دا د بهرنۍ نړۍ لپاره يو مهم فرصت دی، چې د کوربه هېواد په اړه مالومات راټول او کلتوري چارو سره یې بلدتيا پيدا کړي. د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاليو د جوړولو، نښانونو(ميډالونو) او د منظرو د ډيزاين په بېلا بېلو برخو کې د چين کلتوري عناصر شامل شوي دي.