د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر ماښامني هنري نندارې نوي ريکارډونه جوړ کړي
CMG2022/02/02 12:02:04
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر ماښامني هندري نندارې د کتوونکو د شمېر په شمول په زياتو برخو کې نوي ريکارډونه جوړ کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په ټولې نړۍ کې يو ميليارډ او ۲۹۶ ميليونو وګړو په ژوندۍ بڼه د تلويزيون، انټرنيټ او ټولنيزو رسنيو له لارې دغه ننداره کتلې ده او کابو ۷ ميليارډو او ۱۳۳ ميليونو انټرنيټ کاروونکو په انلاين ډول دغه هنري ننداره کتلې او خوند يې ترې اخيستی دی.

 سږنۍ هنري ننداره د لومړي ځل لپاره د موبايلفون په اوږدو نيولو بڼه انټرنيټ کاروونکو ته ننداره شوه او په نړۍ کې ۴۳۹ ميليونو انټرنيټ کاروونکو په اوږدو د موبېلفون په نيولو سره دغه ننداره کتلې او د دغې نندارې لپاره يې څه باندې ۳۶۰ ميليونه لايکونه ورکړي دي.

د سږني پسرلني اختر په ماښامني هندري نندارې کې د پروګرامونه اصلي موضوعات د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې، د کليوالو سيمو د سمسورتيا، ايکولوژيکي تمدن، د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو او د فضانوردۍ پر پرمختګ باندې متمرکز وو او کتوونکو ته يې خوشحاله او توده فضا برابره کړې وه.

د امريکا، کاڼادا، فرانسې، ايټاليا، روسيې، جاپان، برازيل، استراليا، هند، متحده عربي امارات، سينګاپور او جنوبي افريقا په شمول د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو تر ۶۵۰ زياتو رسنيو په ژوندۍ بڼه دغه ننداره خپره کړې.