چين د زرغون اولمپيک خپله ژمنه پوره کوي
CMG2022/02/02 12:22:39
شريکول:

کابو دوه ورځې وروسته به د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په رسمي توګه پرانيستل شي. د المان مونچنير مېرکور ورځپاڼې په خپله ويبپاڼې کې د يوې مقالې په خپرولو سره د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتووالي په بهېر کې د کاربن د ايستنې د کمښت او د انرژۍ د سپما لپاره نيول شوي تدبيرونه معرفي کړي. د ( زرغون رنګ) مفکوره د دغو لوبو له عمده مفکورو څخه يوه ده او ( د ۲۰۲۰م کال د اولمپيک له جريان سره) سمون خوري.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې چين په ۲۰۱۵م کال کې د دغو لوبو د کوربه حق تر ګټلو وروسته د ( زرغون رنګ) مفکورې د پلې کولو لپاره ځانګړي تدبيرونه نيولي دي. چين د چاپيريال د ساتنې، د سيمې د نوي پرمختګ او د ژوند د ښه والي په درېيو برخو کې ۱۱۹ تدبيرونه تطبيق کړي، چې پر مټ يې د لوبو چمتووالی، د ښار پرمختګ او د چاپيريال ساتنه په ګډه پياوړې شوې او د انرژې له کارولو، د سټېوډيومونو له ابادۍ او د ترافيکي تاسيساتو له بشپړتيا څخه يې د ( زرغون رنګ) مفکوره څرګندېږي.

د معلوماتو له مخې، د دغو لوبو په ۲۶ سټېوډيومونو او لوبغاليو کې په پوره توګه پاکه او دواملرونکې انرژۍ کارول کېږي، چې دا د اولمپيک په تاريخ کې بې ساری ګام دی. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹م کال له جون مياشتې څخه د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک ژمنيو لوبو تر پايه پورې به د پاکو او دواملرونکو انرژيو د کارولو پر مټ د کاربن د ايستنې د کمښت اندازه ۳۲۰ زرو ټنو ته ورسېږي، چې دغه اندازه په يو کال کې د ۳۲ ميليونو ونو لخوا د کاربن د پاکولو له اندازې سره برابره ده.

په عين وخت کې د انرژۍ د سپما لپاره به هغه سټېوډيومونه د دغو لوبو په موده کې د ترميمولو پر مټ يو ځل بيا وکارول شي، چې په ۲۰۰۸م کال کې د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو لپاره جوړ شوې وو. مثلأ، د اوبو معکب په نوم د لامبو وهلو سټېوډيوم د يخ معکب په بڼه بدل شوی او پکې به د کورلينګ سيالۍ تر سره شي. د باسکيټبال سټېوډيوم د کنګلي هاکي د لوبغالي په بڼه ترميم شوی دی. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تر پای ته رسېدو وروسته به دغه سټېوډيومونه د عامو وګړيو پر مخ پرانيستل شي او په مداومه توګه به وکارول شي.

دغه راز، په دغو لوبو کې د مصنوعي واورو د کارولو مسئله هم د بهرنيو خواوو د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو تشيکلاتي کمېټې د دې مسئلې په ځواب کې ويلي ، چې په دغو لوبو کې د مصنوعي واورو د توليد سيستم او د اوبو د سپما سيستم ډېر عالي او عصري دی، چې په نړۍ کې مخکښ مقام نيسي، نو پر مټ به يې اوبه سپما شي او چاپيريال ته به زيان ونه رسېږي.

بر سېره پردې، د دغو لوبو په موده کې به اتسيا سلنه بسونه او موټرونه له هايدروجنی او برېښنايي انرژۍ څخه استفاده وکړي. د بېجينګ د يان چينګ په سيمه کې او د هه بې ولايت د جانګ جيا کو په ښار کې د چاپيريال د ساتنې لپاره د نيالګيو او ونو د کينولو پروژه هم تر سره شوې، چې له دې امله د جانګ جيا کو ښار د سياليو په مرکزي سيمو کې د ځنګلونو د پوښلو انډول په سلو کې يو اتيا ته رسېدلی دی.

د ( زرغون رنګ) مفکورې د پلې کولو په برخه کې د چين کوښښونو د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه کړې دي. د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ څو ورځې مخکې ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د کاربن د ايستنې د کمښت او د چاپيريال د ساتنې په برخو کې ډېر اغيزمن تدبيرونه نيولي دي او د پر له پسې پرمختګ په برخه کې يې خپلې ژمنې پوره کړې دي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې په اړه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د همغږۍ کمېټې رئيس جوان انتونيو سامارانچ جر په دې اند دی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به ډېرې زرغونې لوبې وګرځي.

د سينګاپور د ليانحه ځاو باو ورځپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړی، چې چين د دغو لوبو په موده کې د لويو مثالي پروژو په تر سره کولو سره نړۍ ته د هېواد د زرغون پرمختګ د پياوړتيا لپاره خپل کوښښونه ښودلي دي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به د فبرورۍ په ۴مه نېټه پرانيستل شي او نړيوال لوبغاړي به د دغو لوبو په سياليو کې وځلېږي او په هغمه وخت کې به له دغو لوبو څخه نه يوازې د مسابقې او ورزش ښکلا څرګنده شي، بلکې د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره د چين د کوښښونو او مسؤليتونو ښکارندويي به هم وکړي. دغه لوبې به د اولمپيک په تاريخ کې د نه هيرېدونکو لوبو په توګه د نړيوالو په زړونو کې ژورې خاطرې پاتې کړي.