چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ د لومړۍ نېټې د شپې په اتو بجو او لسو دقيقو د (( يو ځای د ګډ راتلونکي په لور)) تر عنوان لاندې د نړۍ تر ټولو لوړه وداني ( خليفه برج ) پر رنګينو څراغونو وپوښوله او له دې لارې يې چيني ملت ته د نوي کال مبارکي وړاندې کړه او نړۍ ته يې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ښه راغلاست او د پسرلني اختر د لمانځنې بلنه ورکړه.
چين ميډيا ګروپ د 8K او 3D ټکنالوژۍ په کارولو سره خليفه برج په ښايسته څراغونونو ورنګاوه.
د دوبۍ خليفه برج ۱۶۲ پوړونه لري او عمومي اوږدوالی يې ۸۲۸ متره دی او بهرنی ديوال يې د نړۍ تر ټولو لويه پرده (LED) بلل کيږي.