د اولمپيک د ۲۴مې دورې ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم به د فبرورۍ په ۴مه نېټه د چين په ملي سپورټي سټوډيوم کې تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ به په دغو مراسمو کې برخه واخلي او د دغو لوبو د پيل اعلان به وکړي.
د چين ميډيا ګروپ به په ژوندۍ بڼه د دغو مراسمو په اړه ويډيويي پروګرام خپور کړي او د سينهوا اژانس ويبپاڼه به اړوند عکسونه او خبرونه پورته کړي. (غوټۍ)