د اولمپيک نړيواله کمېټه: ۷۰ سلنه لوبغاړي‌ چين ته رسېدلي‌ دي
CMG2022/02/03 12:10:42
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کميټې د اولمپیګ لوبو چارو څانګې اداري مشر پيېر دوکري د فبرورۍ په ۲مه نېټه په يوه مطبوعاتي‌غونډه کې وويل، چې تر اوسه ۷۰ سلنه لوبغاړي‌ چين ته رسېدلي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي چارې نژدې پای ته رسېدلې دي.

دوکري وايي،‌چې يوه مياشت کېږي چې هغه په بېجينګ کې کار کوي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو له کميټې سره يې همکارۍ ډېرې ښې روانې دي او رضايت يې ښودلی دی.‌    

نوموړي زیاته کړې، چې بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وګرځي،‌ چې تر دوبنيو لوبو وروسته د اولمپيک ژمنۍ لوبې هم پکې تر سره کېږي.

بېجينګ د اولمپيک دوبنیو لوبو له سپورټي سټوډيومونو او تجربه لرونکو کسانو څخه ښه ګټه پورته کړې ده.‌