شي جين پينګ د اولمپيک نړيوالې کميټې د ۱۳۹م کنفرانس پرنيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه
CMG2022/02/03 15:05:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۳مه نېټه د اولمپيک نړيوالې کميټې د ۱۳۹م کنفرانس پرنيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ د چين د پسرلني اختر په درشل کې په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوالې کميټې د رئيس توماس باخ او د دغې کميټې د غړو د راغونډېدو او د ياد کنفرانس د تر سره کېدو په مناسبت تود هرکلی څرګند کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل، چېد ۲۰۰۸م کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو شعار (يوه نړۍ او يو خوب) و او د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو شعار (يو ځای د ګډ راتلونکي په لور) دی. چين په اولمپيک لوبو کې ګډون کوي او په ټينګار سره د اولمپيک روحيې خپروي او چين د اولمپيک د روحيې ټينګ پلوي او عملي کوونکی دی.

هغه وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنې لوبې به سبا ماښام پرانيستل شي. نړۍ چين ته د سترګې په لاره دی او چين ورته پوره چمتوالی لري او تر وسې پورې به نړۍ ته ساده، خوندي او غښتلی اولمپيک لوبې وړاندې کړي او د اولمپيک هغه اصطلاح ګانې به (لا چټکتيا، لوړتيا، پياوړتيا او يووالی) په عمل کې ثابتې کړي.