د څو هېوادونو سياستوالو د چين د پسرلني اختر او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په مناسبت چين ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړي
CMG2022/02/03 15:34:05
شريکول:

د څو هېوادونو مشرانو او سياستوالو په دې وروستيو ورځو کې د چين د پسرلني اختر په مناسبت چينايانو ته مبارکي ويلې او هيلې يې څرګندې کړې، چې د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنۍ لوبې او پاراولمپيک لوبې به په برياليتوب تر سره شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د چيني خبري رسنيو له لارې چينايانو ته د چين د پړانګ کال په مناسبت مبارکي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې پاکستان به په نوی کال کې د چين د پرمختګ له تجربو څخه زده وکړي.

د موريشس ولسمشر پريتويراجسينګ روپون، د وينزویلا د بهرنيو چارو وزير فيليکس پلاسينسيا او د روسيې د دوما مرستيال رئيس پيټر تولستوي په شمول د څو هېوادونو سياستوالو ويلي، چې په راتلونکې کې به له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او هيلې يې څرګندې کړې، چې چين لا نور پياوړی شي او خلک يې نور هم نيکمرغه واوسي او د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې او پاراولمپيک لوبې په برياليتوب پای ته ورسيږي .