کابو ۵۰۰ لېږدونکو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې په لومړيو مراسمو کې ګډون درلود
CMG2022/02/03 11:33:36
شريکول:

  

  د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې مراسم د فبرورۍ په ۲مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک د ځنګلونو، د اولمپيک د ژمنيو لوبو او د شو ګانګ په باغونو کې تر سره شول او د مشال څه باندې ۵۰۰ لېږدونکو پکې ګډون درلود. 

   د ټاکل شوي پلان له مخې، د دغو لوبو د مشال لېږدونې مراسم به د فبرورۍ له ۲مې نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې د بېجينګ، يان چينګ او جانګ جيا کو د سياليو په سيمو کې تر سره شي. د چين د بېلا بېلو ساحو څه باندې ۱۲۰۰ لېږدونکي به پکې برخه واخلي، چې ډېری يې په عامه کارونو کې ستر خدمتونه کړي دي. په دغو لېږدونکو کې د ۲۰ هېوادونو او سيمو بهرنيان هم شامل دي.