د اولمپيک ژمنيو لوبو کميټې د فبرورۍ په ۲مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې د دغو لوبو د سټوډيومونو د چمتوالي په اړه معلومات ورکړل.
د چټک يخمالک ملي سټوډيوم د اداري چارو مشر ويلي، چې د لوبو لپاره ياد سټوډیوم پوره چمتو شوی دی.
نوموړي وويل، چې د فبروۍ په ۲مه نېټه د چټک يخمالک په ملي سټوډیوم کې اخري تمريني سیالۍ تر سره شوه. په دغه سټوډيوم کې د لوبغاړو د وړانديزونو له مخې د يخ چاپيريال ډېر ښه شوی دی. دغه سټوډيوم د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو یوازنی نوی سټوډیوم دی او د اولمپيک ژمنیو لوبو په تاريخ کې د چټک يخمالک لومړی سټوډيوم دی، چې د کاربن دوه اکسايد په وسيله يخ جوړوي، چې د چاپيريال د ساتنې او د لوبغاړو د سيالۍ لپاره ډېر ګټور دی.
ياد سټوډيوم به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کولو لپاره خدمتونه وکړي او په راتلونکي کې به د نورو سپورټي سیاليو، کلتوري نندارو او د عامو خلکو د وخت تېري لپاره هم وکارول شي.