د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ د دوهمې نېټې په ماښام، د چين ملي لوبډلې د کورلينګ د نارينه وو او ښځو په مختلطې ګډې سيالۍ کې بريا تر لاسه کړه، چې دا د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په سياليو کې د چين د ملي لوبډلې لومړۍ سيالي وه.
چيني لوبغاړيو لينګ جه او فان سو يوان په دغې سيالۍ کې د شپږ په مقابل کې په اوو د سويس لوبغاړيو ته ماتې ورکړې ده.
د معلوماتو له مخې، د سويس د کورلينګ ملي لوبډله قوي ده او د کوريا جمهوريت د پيونګ چانګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په اړوندو سياليو کې يې دوهم مقام ګټلی و. دغې لوبډلې د کورلينګ د نرينه وو او ښځو په ۱۳مختلطو ګډو اتلوليو کې د سرو زرو ۷ مېډالونه ګټلي دي.