د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو د پرانيستونکو مراسمو په درشل کې د چین ميډيا ګروپ له مشر شن های شيونګ سره کتبي مرکه کړې ده.
د چين د دولت ريئس شي جين پينګ د ۲۰۱۴م کال په فبرورۍ کې د روسيې د حکومت په خالي بلنې سره په سوچي ښار کې د اولمپيک د ۲۲مې دورې ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. دا د چين د دولت ريئس لومړی ځل و، چې په بهر کې يې د نړیوالو سپورټي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و. پوتین د نړۍ کې مشر دی، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې يې د ګډون اعلان کړی دی.
د معلوماتو له مخې، له۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې موده (( د روسيې او چين د سپورټي تبادلې کال)) په نوم نومول شوې ده. دواړه هېوادونه به په يادې مودې کې د سپورټي روزنې په برخه کې شاوخوا ۵۰۰ فعاليتونه تر سره کړي.
پوتين له چين ميډيا ګروپ سره په مرکې کې ويلي، چې سپورټ د بشري کلتور يوه ځانګړې برخه ده او د خلکو ترمنځ واټن د سپورټي سياليو په تر سره کېدو لنډېږي او متقابل تفاهم يې ژور کېږي.
د پام وړ خبره دا ده، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د چين د پسرلني اختر په درشل کې تر سره شي او بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وګرځي، چې تر دوبنيو لوبو وروسته د اولمپيک ژمنۍ لوبې هم پکې تر سره کېږي.
پوتين زیاته کړې، چې بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو لپاره چمتوالی نيولی دی، په لويه پيمانه اساسي تأسيسات او سپورټي سټوډيومونه يې جوړ کړي او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو، ټرينرانو او خبريالانو د امنيت تضمين يې کړی دی. هغه باور ښودلی، چې لوبغاړي به په دې لوبو کې وځلېږي او خپلو هدفونو ته به ورسېږي.
نوموړي ويلي، چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکې له کومې ايډيالوژۍ پرته د برابرۍ پر بنسټ پرمختګ کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا اړيکې ثابتې او خپلواکې دي او د سياست تر اغېزې لاندې نه دي راغلي او دغه اړيکې د متقابل درناوي، متقابلو اساسي ګټو، د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو منشور پر بنسټ جوړې شوې دي. چین د روسيې لومړی لوی تجارتي ملګری دی.
د معلوماتو له مخې، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي حجم ۱۴۰ ميليارډو ډالرو ته رسېدلی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
پوتين ويلي، چې چين د روسيې ستراتيژيک ملګری دی. د اکثرو نړيوالو چارو په اړه د دواړو هېوادونو دريځونه يو شان او يا ډېر ورته والی لري. دواړه خواوې د ملګرو ملتونو، بريکس هېوادونو، د شانګهای همکارۍ سازمان، د شلو هېوادونو ګروپ، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان او د ختيځې اسیا سرمشريزې په شمول څواړخيزو سازمانونو کې نژدې همغږي ساتلې او اړیکې يې د اوسني پېچلي نړيوال وضعيت د ثبات لپاره ډېرې ګټورې دي.