د اولمپيک نړيواله کميټه: د اولمپيک ژمنيو لوبو په محافظتي دايرې کې کرونا وبا په لويه پيمانه نه ده خپره شوې
CMG2022/02/03 12:25:28
شريکول:

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه د اولمپيک نړيوالې کميټې د طبي کارپوهانو د ډلې مشر براین مکلوسکي د فبرورۍ په ۲مه نېټه وويل، چې تر جدي څارنې لاندې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرونا وبا د مخنيوي د تدبيرونو د مراعات کولو پر بنسټ، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په محافظتي دايرې کې پر کرونا وبا د اخته کسانو اندازه ډېره ټيټه ده. نوموړي وويل، په دې محافظتي دايرې کې د جنورۍ له ۲۳مې نېټې راهيسې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۲ ښودل شوی، چې پکې ۱۶۳ پېښې چين ته تر داخلېدو مخکې هوايي ډګر کې او ۶۹ پېښې په محافظتي‌ دايرې کې تائيد شوې دي. کرونا وبا تر اوسه پورې په محافظتي‌ دايرې کې په لويه پيمانه نه ده خپره شوې.