د روسيې او بريتانيې مشرانو د اوکراين د اوسني‌ وضعيت په اړه تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/02/03 12:18:02
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲مه نېټه د بريتانيې له لومړي وزير بوريس جانسن سره په تليفوني‌ خبرو کې د اوکراين د اوسني‌ وضعيت او د روسيې د امنيت تضمين په اړه خبرې کړې دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين بحران او روسيې ته د امنيت اوږدمهالي تضمين د برابرولو په اړه د نظريو تبادله کړې ده. پوتين په دې اړه خپل دريځ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې اوکراين په تېر اوږدمهال کې د مينسک تړون بيا بيا مات کړی دی.

د روسيې او اوکراين ترمنځ اړيکې مخ په دې وروستۍ موده کې پر سختو خرابېدو روانې دي او دواړو خواوو په ګډه سرحدي سيمه کې ډېر زيات ځواکونه او پوځي تجهيزات ځای پر ځای کړي دي.‌ امريکا، اوکراین او ناټو ويلي،‌ چې روسیې د دواړو هېوادونو په ګډه سرحدي‌ سيمه کې ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړې‌ او غواړي پر اوکراين بريد وکړي. خو روسيې ياد خبر رد کړی دی.