د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې مراسم پيل شول
CMG2022/02/03 12:30:05
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې مراسم د فبرورۍ د دوهمې نېټې په سهار د بېجينګ د اولمپيک د ځنګلونو په باغ کې په رسمي توګه پيل شول. په همدې ورځ د دغو لوبو مشالونه په وار سره د بېجينګ د ځنګلونو، د اولمپيک د ژمنيو لوبو او د شو ګانګ په درېيو باغونو کې ولېږدول شول. دغه مراسم به د فبرورۍ په ۳مه او ۴مه نېټه په مداومه توګه د يان چينګ، جانګ جيا کو او بېجينګ د سياليو په سيمو کې هم روان وي او کابو ۱۲۰۰ لېږدونکي به پکې برخه واخلي.

د معلوماتو له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د دغه هېواد د صدراعظم مرستيال او د دغو لوبو د کاري ګروپ مشر هان جنګ د فبرورۍ د ۲مې نېټې په سهار د بېجينګ د ځنګلي باغ د جنوبي دروازې په بهر ميدان کې د دغو لوبو مشال بل کړ او اعلان يې وکړ، چې د مشال لېږدونې مراسم په رسمي توګه پيل شول.

د دغه مشال لومړي لېږدونکي لوه جه هوان په ۱۹۶۳م کال کې پر کنګل د ۵۷مې دورې چټکې ځغاستې اتلولۍ د ۱۵۰۰ مترو په واټن د نارينه وو په سيالۍ کې لومړی مقام ګټلی و. هغه وويل،

(( تود احساس لرم او ډېر خوشحاله يم! دا زما نه هيرېدونکې خاطره ده!))

د اولمپيک د ځنګلونو په باغ کې د مشال لېږدونې واټن لس اعشاريه شپږ کيلومتره و. د چين د ولسي بخښوونکې اردو د هوانوردۍ ګروپ د مشر جينګ های پينګ، د چين د باسکيټبال ټولنې د رئيس ياو مينګ، په چين کې د يونان د لوی سفير ګېورګيوس ايليوپولوس، د چين د انجينري انسټېټوټ د کارپوه جانګ بو لي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پيل او پای مراسمو د عمومي ډايکټر جانګ يي مو په شمول د مشال ۱۳۲ لېږدونکو پکې ګډون درلود. د چين د باسکيټبال ټولنې مشر ياو مينګ په ۲۰۰۸م کال کې د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو د مشال لېږدونې په مراسمو کې هم ګډون کړی و. بېجينګ په نړۍ کې يوازيني ښار دی، چې د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربتوب يې کړي. ښاغلي ياو مينګ د اولمپيک دوبنيو او ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې وياړ هم ګټلی دی. ده وويل، 

(( زه پر کنګل د چټکې ځعاستې سيالۍ ته په تمه يم. دغه سيالۍ د خلکو ډېرې خوښېږي او ډېرې تېزې او په زړه پورې سيالۍ دي. دغه سيالۍ د اولمپيک د دوبنيو لوبو د ۱۰۰ مترو په واټن د ځغاستې سياليو په شان د پاملرنې وړ دي. ))

د معلوماتو له مخې، د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د مشال اکثره لېږدونکي په عامه کارونو کې ستر خدمتونه کړي دي او عمرونه يې له ۱۴ کلونو څخه تر ۸۶ کلونو پورې دي. د يادونې وړ ځای دا دی، چې داوطلبان د اولمپيک لوبو يوه مهمه برخه ده او د دغو لوبو د برياليتوب لپاره مهم رول لوبوي. ښاغلی يو چنګ لونګ د بېجينګ د شو دو دارالمعلمین يو محصل دی. هغه په همدې ورځ د مشال درېيم لېږدونکی و. هغه وويل، چې د يوه داوطلب په توګه به د دغو لوبو په موده کې ښه کارونه وکړي او د دغو لوبو د برياليتوب لپاره به هڅې وکړي. ده وويل،

(( بېجينګ د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربه ښار دی. ما په ۲۰۰۸م کال کې هم د اولمپيک د دوبنيو لوبو د داوطلب په توګه کار کړی دی، نو زه د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو داوطلب يم. ډېر خوشحاله يم، چې د مشال لېږدونکي په توګه په دې مراسمو کې ګډون لرم. فکر کوم، چې داوطلبان د اولمپيک ژمنيو لوبو يوه مهمه برخه ده. موږ چمتو يو او يو ځای به د راتلونکي په لور ځو. ))

جالبه دا ده، چې په همدې ورځ د روبوټونو له خوا هم د مشال لېږدونې يوه برخه تر اوبو لاندې تر سره شوه. له دې څخه د اوبو او اور ترمنځ همغږي څرګندېږي او د ( زرغون رنګ ) مفکوره ترې ښکارېږي.

د پلان له مخې به د فبرورۍ په ۳مه نېټه د دغو لوبو د مشال لېږدونې مراسم د یان چينګ او جانګ جيا کو د سياليو په سيمو کې هم تر سره شي. په ۴مه نېټه به دغه مشال يو ځل بيا د بېجينګ د سياليو په سيمو کې وګرځول شي او د ۴مې نېټې په ماښام به د بېجينګ په ملي سټوډيوم کې د اولمپيک مشال بل شي او دغه لوبې به په رسمي توګه پيل شي.