شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل
CMG2022/02/04 19:45:08
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د څلورمې نيټې په ماسپښين په بېجينګ کې د د ياو يو تای په هوټل کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره کتلي او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې اترې کړې دي. دواړو مشرانو په ښه او دوستانه چاپيريال کې د چين او روسيې تر منځ د اړيکو او د سيمې د خونديتوب او ثبات په اړه د نړيوالو ستراتيژيو د يو لړ مهمو مسئلو په هکله د نظريو ژوره تبادله کړې ده.  

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ویلي، چې هغه په ۲۰۱۴م کال کې د ويلاديمير پوتين په بلنه د روسيې د سوچي د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او اته کاله وروسته، اوس په چين کې د المپيک ژمنۍ لوبې ترسره کيږي او د پرانيستونکو مراسمو لپاره يې ولسمشر پوتین تشریف راوړی دی.

نوموړي زياته کړې، چې له پوتين سره مې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په درشل کې وکتل او مونږ ژمنه کړې وه، چې د چين د پسرلني اختر په درشل کې به سره وينو او خپله ژمنه مو پوره کړه. هغه باور وښود، چې د دوی دا ليدنه به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته لا خوځښت ورکړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې چين  او روسيه به د پيچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې خپلمنځي ستراتيژيکي همکارۍ پياوړې کوي او اوږه په اوږه به نړيوال عدالت وساتي. چين غواړي له روسيې سره يو ځای د دواړو هېوادونو سیاسي اړيکې په خوځښت راولي، نوي پوړ ته يې پورته کړي او د دواړو هېوادونو هراړخيزې واقعي همکارۍ وهڅوي او لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي. 

ولاديمير پوتين په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه په ډېرې خوشحالۍ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په پار چين ته راغلی دی. نوموړي زياته کړې، چې د اولمپيک لوبو په موده کې يو بل هېواد ته سفر کول د چين او روسيې د ټينګو اړيکو ښکارندويي کوي او دا د روسیې او چين ډېر ښه دود ګرځيدلی دی. هغه باور ښودلی، چې چين د بېجينګ د المپيک لوبو لپاره جدي تیاری نيولی او نړۍ ته به ښې او په زړه پورې لوبې وړاندې کړي او هيله يې ښودلې، چې د روسيې او چين لوبغاړي په دغو لوبو کې ښه ولوبيږي. 

نوموړي زياته کړې، چې کرونا وبا د هغه  او د شي جين پينګ د نژدې تماس مخه نه ده  نيولې. د روسیې او چين دوه اړخيزې سوداګرۍ ثابت پرمختګ کړی او دواړه هيوادونه په نړيوالو چارو کې نږدې همکارۍ کوي. 

پوتين وويل، چې روسيه د زړه له کومې د چين کمونېست ګوند په خاصې لارښوونې د چينايانو پرمختګ او لاسته راوړنې ستايي او په همدې پار يې چيني  ملت ته مبارکي ويلې ده. هغه زياته کړې، چې روسیه چين د تر ټولو مهم ستراتيژيک ملګري په  حیث ګوري او د دواړو هيوادونو اړيکې د ۲۱مې پيړۍ د نړيوالو اړيکو نمونه بولي. 

دواړو مشرانو په نوې زمانه کې د نړيوالو اړيکو او د ګردې نړۍ د دواملرونکي پرمختګ په هکله د چين او روسیې ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده. پوتين ويلي، چې روسیه او چين د مهمو نړيوالو مسئلو په هکله ورته دريځونه لري او ياده اعلاميه يې ښه ښکارندويي کوي. 

شي جين پينګ د پوتين د هرکلي لپاره ميلمستيا وکړه او دواړو مشرانو د ميلمستيا په ترڅ کې د اوسنيو نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو او د دواړو خواوو د علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله کړې ده. 

شي جين پينګ او پوتين موافقه کړې، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به په ګډه ګډون وکړي. 

دواړو خواوو په نوې زمانه کې د نړيوالو اړيکو او د ګردې نړۍ د دواملرونکي پرمختګ په هکله د چين او روسیې ګډه اعلاميه هم خپره کړه، چې پکې د ډيموکراسۍ، پرمختګ، خونديتوب او ميکانيزمونو په برخو کې د چين او روسیې ګډ دريځونه بيان شوي دي.