امريکايي ځواکونو د سوريې په شمال لويديځ کې ۱۳ تنه ووژل
CMG2022/02/04 16:42:04
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روسيه د ترهګرۍ ضد مبارزو کې د بېلا بېلو خواوو له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي او چمتو ده، چې له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ وکړي.

د روسيې په اند، د نظامي عمليات د پلانولو او عملي کولو په وخت کې بايد په دقيق ډول هدفونه وټاکل شي تر څو ملکي وګړو ته د مرګژوبلې امکانات ليري شي. نوموړې ويلي، که امريکايي ځواکونو د سوريې په شمال لويديځ کې خپلو نظامي عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولي وي، بايد په اړه يې پوره پلټنه تر سره شي.