چين او روسیې د فبرورۍ په۴مه نېټه په بېجينګ کې په نوې زمانه کې د نړيوالو اړيکو او د ګردې نړۍ د دواملرونکي پرمختګ په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه.
په دغې اعلاميې کې ليکل شوي، چې نړۍ اوسمهال په سترو بدلونونو کې قرار لري او نړيوالې ټولنې د سولې او دواملرونکي پرمختګ په تړاو لوړ اواز پورته کړی دی. په نړۍ کې ډېر کم شمېر هيوادونه پر يو اړخيزم ټينګار لري او په دې کړنې سره د نورو هېوادونو عادلانه حقونو او ګټو ته زيان رسوي او دا عمل یې د نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دی.
چين او روسیې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د سولې، پرمختګ، عدالت، رویې، ډيموکراسۍ، ازادۍ او د انسانانو د ګډو ارزښتونو ساتنه وکړي، د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوال قانون پر بنسټ له نړيوال نظام څخه دفاع وکړي او ريښتنی څو اړخيزم عملي او د نړۍ د سولې، ثبات او دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
اعلاميه زياتوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک د خپل هېواد د حالاتو له مخې حق لري، چې په خپله خوښه د ډيموکرسۍ لار اختیار او پرمختګ وکړي او همدا د خلکو د ګټو کيلي ده.
د چين او روسیې مشرانو ويلي، چې دواړه هيوادونه به يو د بل پر مرکزي ګټو ټينګار ولري او د بهرنيو ځواکونو له هغو کړنو سره به ټينګ مخالفت وکړي، چې غواړي، د دواړو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او يا د دواړو هېوادونو د څنګلورو سيمو خونديتوب او ثبات ته زيان رسوي.
چين او روسیه د لويو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه پر خپل مسئوليت ټينګار لري او د نړۍ د څو قطبي کيدو او د ډيموکراسۍ په لور د نړيوالو اړيکو هڅونه به وکړي او په ګډه به د نوي شکل نړيوالې اړيکې جوړې کړي.