شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/02/04 17:20:40
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د څلورمې نيټې په ماسپښين په بېجينګ کې د دياو يو تای په هوټل کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره کتلي او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې اترې کړې دي.

دواړو مشرانو په ښه او دوستانه چاپيريال کې د چين او روسيې تر منځ د اړيکو او د خونديتوب او ثبات په اړه د نړيوالو ستراتيژيو د يو لړ مهمو مسئلو په هکله د نظريو ژوره تبادله کړې ده.