د ۲۰۲۲ کال د بېجینګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د مشال ليږدونې مراسم وروستۍ ورځې ته ننوتل
CMG2022/02/04 16:44:37
شريکول:

د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د مشال ليږدونې مراسم د فبرورۍ په دوهمې نېټې پېل او تر څلورمې نېټې پورې وغځيدل.

د اولمپيک د مشال لېږدونې د نننۍ ورځې مراسم د بېجينګ په یي هه يوان او د اولمپيک د ځنګلونو په باغونو کې سهار مهال  تر سره شول او د بېلا بېلو هېوادونو مشال ليږدونکي د يادو باغونو په محافظتي دايرې کې راِغونډ شوي وو او نړيوالو ته يې د اولمپيک روحیې دا پیغام ورکړ، چې که نړيوال يووالی وساتي، نو ګرده نړۍ به چټک پرمختګ وکړي او لا به غښتلې شي.