د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۳مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره وکتل.
وانګ يي په ياده ليدنه کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بهد فبرورۍ په ۴مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ليدنه وکړي او له کرونا وبا وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ په اړه به ورسره پلان به جوړ کړي. دواړو هېوادونو له تېر کال راهيسې د خپلو مشرانو تر لارښوونې لاندې د چين او روسيې د دوستانه همکاريو تړون د ۲۰مې کاليزې د لمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي همکاريو تېر کال ډېر زیات برياليتوبونه تر لاس کړي دي. چين او روسيه پر دې ډېر ټينګار لري، چې خپلې ګډې ګټې خوندي کړي، د همکاريو برياليتوبونه زيات او ستونزې او خطرونه حل کړي. چين غواړي له روسيې سره د مشرانو د ګډو موافقو له مخې د دواړو هېوادونو لرغونې دوستي او هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ ژورې او پياوړې کړي، نړيوال عدالت او انصاف خوندي کړي او خلکو ته ګټې ورسوي.
دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي، چې د اولمپيک روحيې ته پرمختګ او وده ورکړي، سپورټ به پر سیاست نه ورګډوي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بريالي تر سره کېدو څخه ملاتړ کوي.
چين او روسيه پر دې ټينګار لري، چې د اسیا او ارام سمندر سيمې سوله او امنيت بايد خوندي وساتل شي، د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت تړون سازمان بايد خپلمنځي همغږي ولري او د افغانستان سولې او ثبات لپاره دې کار وکړي.
دواړو وزيرانو د ليدنې په پای کې د چین او روسيې د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ همکاريز تړون هم لاسليک کړ.