د امريکا ولسمشر جو بايډن د فبرورۍ په ۳مه نېټه وويل، چې امريکايي ځواکونو د فبرورۍ د ۲مې نېټې په شپه د افراطي ډلې داعش د لوړ پوړي مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي پر ضد عمليات کړي دي.
راپورونه وايي، چې ابراهيم هاشمي ځانوژنه کړې ده.
بايډن په ۳مه نېټه په يوه لنډه اعلاميه کې د ترهګرۍ ضد د امریکايي ځواکونو عمليات ستایلي او د قريشي د مرګ خبر يې اعلان کړی دی.
سپينې ماڼۍ پر ټولنيزو رسنيو يو عکس خپور کړی دی او ورسره لیکلي يې دي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن او د امريکا مرستيالې ولسمشرې کماله هاريس د ۲مې نېټې په شپه په سپينې ماڼۍ کې د قریشي د وژلو عمليات په ژوندۍ بڼه کتلي دي.