د پولنډ ولسمشر به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2022/02/04 09:12:31
شريکول:

   د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د پولنډ اژانس د فبرورۍ په ۳مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د نړيوالو چارو دفتر د مدير جاکوب کوموچ له قوله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر اندرزيج کوموچ به په همدې ورځ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په هکله دغه ښار ته حرکت وکړي. 

نوموړي وويل، چې زموږ موخه د اولمپيک له لوبو څخه ملاتړ دی او د دې ترڅنګ به ځيني ډيپلوماټيکې چارې هم پياوړې کړو. پولنډ له چين سره ښې اړيکې لري او هيله لرو، چې دغه اړيکې لا نژدې کړو. چين هم دغه شان نيت ښودلی دی.