د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به نن يعنې د فبرورۍ په ۴مه نېټه پرانيستل شي. د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ د فبرورۍ په ۳مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو په پار د دغو لوبو د تنظيم کميټې او د چينايانو له هڅو څخه مننه وکړه.
نوموړي وويل، چې بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وګرځي، چې تر دوبنيو لوبو وروسته د اولمپيک ژمنۍ لوبې هم پکې تر سره کېږي. بېجينګ تياری ښودلی او سپورټي سټوډيمونه يې چمتو کړي او لوبغاړي هم لوبو ته چمتو شوي دي. هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې خپرېږي، ټول لوبغاړي د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په محافظتي دايرې کې ډېر خوندي احساس کوي او په دغې محافظتي دايرې کې هر کس د کرونا وبا ضد تدبيرونه مراعات کوي.