د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په درېيمه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو د اوکراين د وضعيت او د روسيې د امنيت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د کرملین ماڼۍ د وېبپاڼې د خبر له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو له ځینو نړیوالو همکارانو سره د وروستیو تماسونو او د اروپایي ټولنې شورا د نوبتي رئیسه هېواد په توګه د فرانسې د ټاکنې په ګډون د اوسنيو حالاتو په اړه د نظریو تبادله کړې ده.
دا درېیم ځل دی، چې پوتین په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین د وضعیت په اړه له خپل فرانسوي سیال مکرون سره ټیلیفوني خبرې کوي.