د مسکو د دولتي پوهنتون د اسيايي او افريقايي مطالعاتو د پوهنځي مشر الکسي ماسلوف د فبرورۍ په درېيمه نېټه خبري رسنيو ته ويلي، چې چين ته د ويلاديمير پوتين سفر او د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د هغه ګډون د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ستر اهميت لري.
نوموړي زياته کړې، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه نوې کچې ته رسېدلې وه.
روسيې د عنعنوي انرژۍ او خامو موادو په ګډون، چين ته د زيات شمېر کرنيزو محصولاتو صادرات پيل کړي دي. بېجينګ ته د پوتين سفر به د چين او روسيې ترمنځ متقابل باور ژور کړي او د ساینس او ټېکنالوژۍ په برخه کې به د دواړو هېوادونو همکارۍ نورې هم ژورې شي.
مسلوف د اولمپيک ژمنيو لوبو په پار وويل، چې چين کولای شي، چې د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې ښه تدبيرونه ونيسي او د اولمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب تر سره کړي.