چين په خلاصې رويې د اولمپيک ژمنيو لوبو له لارې له نړۍ سره ګډې ګټې شريکوي
CMG2022/02/04 13:00:15
شريکول:

    

 د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم به نن يعنې د فبرورۍ د ۴مې نېټې په شپه تر سره شي او دا په رسمي توګه د دغو لوبو د پيل نښه ده. چين په ۲۰۱۵م کال کې د دغو لوبو د کوربه حق تر ګټلو وروسته د بېجينګ د دوبنيو لوبو او د نورو نړيوالو سياليو د چمتووالي پر مټ په خلاصې رويې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره هراړخيز چمتووالی نيولی دی. د دغو لوبو تشکيلاتي کمېټې په تېرو څو کلونو کې ۳۷ بهرني کارپوهان او ۲۰۷ بهرني مسلکي تخنيکي کارکوونکي پر دندو ګمارلي دي. دغه راز، د دغو لوبو د داوطلبانو د راغونډولو کارونه په ۲۰۱۹م کال کې پيل شوي او د اړوندو کارونو له پيل څخه يوازې څلور ورځې وروسته څه باندې ۴۶۰ زرو کسانو نومونه ثبت کړي دي. له دې څخه نه يوازې د چين خلاصه رويه، بلکې د چين جزابيت هم څرګندېږي.

د سکي وهلو د نړيوالې ټولنې پر لوړو غرو د سکي وهلو کمېټې رئيس بيرنهارډ روسي د دغو لوبو د چمتووالي په پار لومړی ګمارل شوی بهرنی کارپوه دی. هغه په تېرو اوو کلونو کې له تشکيلاتي ګروپ سره يو ځای د سياليو د لارو د ډيزاين، د هوايي ګاډيو د تاسيساتو د ابادۍ او د ترافيکي شبکې د بشپړتيا په برخو کې يو لړ مسئلې حل کړې دي. د کوريا جمهوريت کارپوه چونګ دو هوانګ چې پر لوړو غرو د سکي وهلو د سټوډيوم د ادارې په برخه کې غني تجربې لري او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په چمتووالي کې هم ګډون کوي، ويلي، چې د چين خلاصه رويه راته ډېر ارزښتناک فرصتونه برابروي.

په عين وخت کې، چين د سټوډيومونو د ابادۍ، د مصنوعي يخ او واورو د توليد او د لوبغاړيو د تمرينونو او سياليو په ساحو کې له نړيوالو سپورټي سازمانونو سره ښې او فعالې همکارۍ کړي، د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي او نړيوالې ستاينې يې تر لاسه کړې دي. د امريکا د سنوبورډينګ د سکي وهلو مشهور لوبغاړي شاون واټ څو ورځې مخکې په ټولنيزې رسنۍ کې په خوشحالۍ خبر ورکړی، چې هغه به چين ته سفر وکړي. دغه راز، د پاکستان کارپوه شکيل احمد رامي څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره ليکلي، چې چين په هره ساحه کې د ورخلاصون د تضمينولو لپاره نوی چوکاټ جوړ کړی او نړيواله ټولنه پکې ګډون کولای شي.

له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د يخ او واورو لوبو د پرمختيايي پلان له مخې، تر ۲۰۲۵م کال پورې به چين کې د يخ او واورو چارو عمومي اندازه ۱۰۰۰ ميليارډو ژن مين بي يوانو ته ورسېږي. ډېرې بهرنۍ تصدۍ هم د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له چمتووالي څخه ګټه اخلي. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې، د جانګ جيا کو په ښار کې د يخ او واورو د تجهېزاتو، څيړنو او توليد په اړه د ۵۴ پروژو تړونونه لاسليک شوي دي. د فرانسې د MND هوايي ګاډيو د توليدي تصدۍ، د سويس د BMF هوايي ګاډيو د توليدي تصدۍ او د ايټاليې د مصنوعي واورو ماشين د توليدي تصدۍ په شمول ډېرو نړيوالو مشهورو تصديو په دغه ښار کې خپلې پروژې تر سره کړې دي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به ټولې نړۍ ته غني او په زړه پورې تجربې په ميراث پرېږدي. مثلأ، د يخ او واورو په لوبو کې د ۳۰۰ ميلينونو کسانو د ګډون پلان به په نړۍ کې د يخ او واورو لوبو نوې پاڼه پرانيزي.

اولمپيک لوبې نه يوازې سپورټي صحنه ده، بلکې د مختلفو تمدنونو ترمنځ د تګ راتګ کړکۍ هم ده. د دونګ منګ په نوم د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د نښان، د بېنګ دون دون او شيو ژون ژون په نوم د بختورو نښو، د شيو ژو يي په نوم د سکي لوی سټېج د ملي مرکز او د بېنګ سه دای په نوم پر کنګل د چټکې ځغاستې ملي سټوډيوم په شمول مثالونه د چيني ملت د ځانګړو کولتورونو د ښودنې کړکۍ بلل کېږي. له دغو مثالونو څخه د اولمپيک د روحيې د خپرېدو او د ختيځو او لوېديځو کولتورونو د تبادلې د پياوړتيا لپاره د چين خلاصه رويه او مهم خدمتونه څرګندېږي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به ژر پيل شي. نړيوال به په دغو لوبو کې سپورټي او کولتوري تګ راتګ پياوړی کړي او د دغو لوبو د شعار له مخې به ټوله نړۍ يو ځای د ګډ راتلونکي په لور پرمختګ ومومي.